اسلام آباد: وزيراعظم مشرۍ کښې ملک کښې د ګيس سپلائي جائزه اخستو په حواله اجلاس شوېدې،اجلاس دوران وزيراعظم ته د ګيس پيدواري صلاحيت او ډيمانډ متعلق تفصيلي بريفنګ ورکرې شوېدې ۔
وزيراعظم متعلقه چارواکو ته د ګيس د کمي او لوډشيډنګ مسئله په مستقل بنيادونو حل کولو او د يخنۍ موسم کښې ټولو کورني صارفينو ته بلا تعطل ګيس سپلائي جاري ساتلو حکم کړيدي ۔
متعلقه چارواکو وزيراعظم ته د بريفنګ دوران وئيلي دي چې سسټم کښې سرپلس آر ايل اين جي موجود دې د کوم په وجه چې ګيس لوډ مينجمنټ کښې د تير کال مقابله کښي ښه والې راغلې دې ۔
چارواکو خپل بريفنګ کښې وئيلي چې د ګيس لوډشيډنګ کم شوېدې ، کورني صارفينو د سحر پينځه نه د شپي لسو بجو پورې ګيس ورکول کيږي ۔
اجلاس ته چارواکو وئيلي چې د ايس اين جي پي ايل شکاياتو حل کولو شرح درې نوي فيصده او د ايس ايس جي سي شرح نهه اوويا فيصد ده ، د ملک ټول ګيس فيلډ فعال دي ۔
وزيراعظم متعلقه چارواکو ته د ګيس د کمي او لوډشيډنګ مسئله په مستقل بنيادونو حل کولو او د يخنۍ موسم کښې ټولو کورني صارفينو ته بلا تعطل ګيس سپلائي جاري ساتلو هدايت کړيدي ۔