کابينې اجلاس ته خطاب په وخت وزيراعظم شهباز شريف يو وارې بيا تحريک انصاف ته د مذاکراتو دعوت ورکړې او پارليماني کميټۍ جوړولو پيشکش ئې هم کړېدې ۔
وزيراعظم وئيلې دي چې نيک نيتۍ سره مو مذاکرات کول ، غواړؤ چې مذاکرات مخ په وړاندې لاړ شي ځکه چې د ټولو مسئلو حل په مذاکراتو کښې وي ۔
وزيراعظم شهباز شريف اووئيل چې تحريک انصاف سره مذاکراتو لپاره حکومت په ښۀ زړه د هغوي وړانديز قبول کړې وو، دغې لپاره يو کميټې جوړه کړې شوې وه او بيا د سپيکر په مشرۍ کښې مذاکرات شروع شوي وو ۔
وزيراعظم مخکښې اووئيل چې د پي ټې آئي تحريري مطالباتو تحريري جواب په اته ويشتم تاريخ اجلاس کښې وړاندې کيدو ،ولې په دغې نيټه تحريک انصاف مذاکراتو کښې شرکت اونکړو او تيښته ئې اوکړه ۔
وزيراعظم پي ټې آئي ته د کميشن په ځائے پارليماني کميټۍ جوړولو وړانديز کړې او وئيلي ئې دي چې مذاکراتو لپاره زړه نه تيار يو ۔
وزيراعظم زياته کړې چې د دوه زره اتلسم انتخاباتو نه پس مونږ قاميا سمبلۍ کښې تورې پټيانې تړؒې وې، عمران خان اسمبلې اجلاس ته راغلو نو وې وئيل چي پارليماني کميټي به جوړه کړو، ولې د دغې کميټي بس يو دوه غونډې شوې وې او بيا ئې هيڅ پته اونۀ لګيده ۔
وزيراعظم دا هم اووئيل چې نن مونږ هم پارليماني کميټۍ جوړولو ته تيار يو ، دا کميټي به د دوه زره اتلسم انتخاباتو او د دوه زره څوارلسم د دځرنو پلټنې هم اوکړي ۔