وفاقي حکومت د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د کمي منظوري ورکړې ده د کوم له مخې چې د پټروليم مصنوعاتو په نرخ کښې 13 روپۍ في ليټر کمي شوې دې ۔
د خزانې وزارت د پټروليم مصنوعاتو د نرخونو د کمولو نوټيفيکيشن هم جاري کړېدې ۔
د نوټيفيکيشن له مخې د پټرولو په نرخ کښې لس روپۍ في ليټر کمې شوې چې ورسره د پټرولو نوې قيمت 249 روپۍ 10 پيسې في ليټر شوې دې ۔
د خزانې وزارت په نوټيفيکيشن کښې وئيلي شوي چې د ډيزلو په نرخ کښې 13 روپۍ 6 پيسې في ليټر کمې کړې شوې، چې ورسره د ډيزلو د في ليټر قيمت 249 روپۍ 69 پيسې مقرر شويدې ۔
د نوټيفيکيشن ترمخه د لائټ ډيزل په نرخ کښې هم 12 روپۍ 12 پيسې کمې شوې دې او نوې قيمت 141 روپې 93 پيسې في ليټر کړې شويدې ۔
دې ترڅنګ د خاورو تيلو قيمت کښې 11 روپۍ 15 پيسې في ليټر کمې شويدې ۔
د پټروليم مصنوعاتو نوې نرخونه به د شپاړسم ستمبر نه تر ديرشم ستمبر پورې وي ۔