د ګرانۍ ځپلي اولس لپاره دخوشحالۍ خبر، د پټروليم مصنوعاتو په قيمتونو کښې دولس روپۍ پورے کمي امکان ظاهر شويدې ۔
سرچينو وئيلي چې پټرول قيمت کښې في ليټر نهه روپۍ او ډيزل اته روپۍ کمي امکان دې ۔
ذرائعو مطابق د خارو تيلو نرخ کښې لټر په سر دولس روپۍ پورې کمې کيديشي ۔
سرچينو وئيلي چې پيټروليم مصنوعاتو قيمت متعلق حتمي سمري به په پنځلسم اګست اوګرا ته ليږلې شي ۔
د نوې قيمتونو حتمي منظوري به وزيراعظم شهبازشريف په پنځلسم اګسټ ورکوي ۔
دوزيراعظم لخوا منظورۍ نه پس د شپاړسم اګست نه تر ديرشم اګست پورې دغه قيمتونه چليږي ۔