لاهور: پاکستان کرکټ بورډ د آسټريليا او زمبابوے دورې لپاره د قامي کرکټ ټيم د سکواډ اعلان کړېدې ۔
د پي سي بي لخوا جاري شوې اعلاميه کښې وئيلي شوي چې د زمبابوے دورې لپاره پخواني کپتان بابراعظم ، شاهين شاه آفريدي او نسيم ته آرام ورکړې شوې ،ولې دوي به د آسټريليا دوره کښې شامل وي ۔
اعلاميه کښې وئيلي شوي چې زمبابوے خلاف دغه سکواډ کښې د ډوميسټک کرکټ دوران کارکردګي ښودونکي لوبغاړو ته زيات اهميت ورکړې شويدې ۔
د آسټريليا دورې لپاره سکواډ کښې بابراعظم،شاهين شاه آفريدي، نسيم شاه، محمد رضوان،صائم ايوب، سلمان علي آغا، عامر جمال، عرفات منهاس، فيصل اکرم، حارث رؤف، کامران غلام، محمد حسنين، حسيب الله، محمد عرفان خان شامل دي ۔
پي سي بي د ټي ټوينټي ټيم اعلان هم کړې چې پکښې دغه باندې لوبغاړو سره سره عباس آفريدي، سفيان مقيم، عثمان خان،جهانداد خان، عمير بن يوسف هم شامل دي ۔
پاکستان به د آسټريليا او زمبابوے خلاف درې درې ټي 20 ميچونه او درې درې ون ډے ميچونه لوبوي ۔