سينيټ غونډې هم د اليکشن ايکټ ترميمي بل درون اکثريت سره منظوري ورکړيده ۔
سينيټ اجلاس کښې هم اپوزيشن سخت احتجاج کړې،او نعره بازي ئې هم کړېده ۔
اپوزيشن ليډر سينيټر شبلي فراز وئيلي چې اليکشن کميشن د پاکستان سليکشن کميشن جوړ شويدې ۔
شبلي فراز وئيلي چې دا بل په پټه پټه ايوان ته وړاندې شوې، او دا د سپريم کورټ په فيصله حمله ده ۔
بلخوا وزير قانون اعظم نذير تارړ وئيلي چې ترميمي بل د اقليتي عدالتي فيصلې نه پس قامي اسمبلې کښې پيش شوې وو ۔
وزير قانون مخکښې اووئيل چې د دوي آزاد اراکين بغير د څه دباؤ سني اتحاد کونسل کښې شامل شوي وو ۔
دې نه وړاندې د قامي اسمبلۍ غونډه د سپیکر ایاز صادق په مشرۍ کښې شوې چې پکښې د مسلم لیګ (ن) رکن قامي اسمبلۍ بلال اظهر کیاني او زیب جعفر په ګډه دا بل ايوان کښې پيش کړېدې ۔
په دې موقع اپوزيشن اراکينو د دغه بل سخت مخالفت کړې او د بل خلاف ئې نعرې وهلې دي ۔
د اليکشن ترمیم بل دوه زره څليريشتم په ایوان کښې اکثريت رائے سره منظور کړې شويدې ۔
اپوزيشن غړي په احتجاج سره په ايوان کښې په خپلو سيټونو ولاړ وو او د بل په ضد يې نعرې وهلې ۔
د اپوزېشن غړي د سپيکر د ډائس مخې ته راغونډ شوي وو او د بل کاپيانې ئې هم شلولې وې ۔