اسلام آباد:د قامي اسمبلۍ غونډه د سپيكر اياز صادق په مشرۍ كښې وشوه او د سينيټ غونډه د چيئرمېن يوسف رضا ګيلاني په مشرۍ كښې شوې چې پكښې د شنګهائي تعاون تنظيم په كاميابۍ سره ترسره كولو قراردادونه په اکثريت سره منظور كړې شويدي ۔
قامي اسمبلۍ کښې دغه قرارداد د اطلاعاتو وزير عطا تارړ وړاندې کړې وو ، په سينيټ غونډۀ کښې تحریک انصاف د قرارداد مخالفت کړیدې ۔
د سېنېټ په غونډه كښې د منظور كړې شوې قرارداد متن کښې وئيلي شوي چې ايوان د پاكستان صدر مملکت آصف زرداري، وزيراعظم محمد شهباز شريف، د پاكستان حكومت او د پاكستان اولس ته د شنګهائي تعاؤن تنظيم دري ويشمې غونډې په كاميابۍ ترسره كولو اومباركي وركوي ۔
په قرارداد کښې وئيلي شوي چې دا به صدر، وزيراعظم محمد، نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د قومي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق او پخوانو سپيکرانو ته چې د ايس سي او اجلاس کاميابۍ لپاره ئې هلې ځلې کړې ، دوي ټولو ته خراج تحسين وړاندې کوي ۔
دغه ايوان د شګهائي تعاون تنظيم د اهدافو او مقاصدو ترلاسه کولو لپاره د پاکستان د حکومت د عزم ستاينه کوي، دغه ايوان باور لري چې له اووه ويشت کلونو وروسته په پاکستان کښې د ايس سي او غونډه په کاميابۍ سره سر ته رسيدلې ده، د ايس سي او کوربتوب د پاکستان لپاره يوه اهمه کاميابي ده ۔
قراردادونو کښې ليکل شوي چې د ايس سي او سرمشريزې غونډې څخه د پاکستان مثبت تصوير ټوله نړۍ ته په ډاګه شوې ،دې غونډې نه پس به د پاکستان مثبت تشخص ،تجارت، او د تنظيم غړي ملکونو سره رابطې او اړېکو سيوا کولو کښې نوره هم اضافه کيږي ۔
په قامي اسمبلۍ کښې کښې وړاندې شوي قرارداد کښې ليکلي شوي چې پاکستان په سيمه کښې يو مهم او متحرک ملک دې، د سيمې د مهمو مسائلو حل په اړه شنګهائي تعاؤن تنظيم غونډۀ کښې د پاکستان مضبوط دريز د پاکستاني قام ترجماني کړې ۔
قرارداد ترمخه دا ايوان حکومت پاکستان، وزارت خارجه،وزارت اطلاعات، وزارت داخله، قانون نافذ کونکې ادارې، پوليس، رينجرز، پاک فوج ته د غونډې کاميابۍ کښې اهم کردار لوبولو باندې هم خراج تحسين وړاندې کوي ۔
قرارداد کښې دا هم ليکلې شوي چې دا ايوان د کانفرنس دوران د اسلام آباد ښکله کښې نوره اضافه کولو باندې د ميلمنو هرکلې کولو، د پاکستان وقار کښې اضافه کولو په اړه د ټولو حکومتي ادارو خدمات ستائي او هغوي ته هم خراج تحسين وړاندې کوي ۔
قرارداد ترمخه د ايس سي او غونډې ميلمنو پاکستان ته راتګ او واپس رخصتۍ پورې چې کومو ادارو افسرانو،اهلکارانو او ملکي وګړو کردار ادا کړې ، دوي ټولو ته ټول قام خراج تحسين وړاندې کوي ۔