وفاقي وزارت داخله د سوشل ميډيا پليټ فارم ايکس باندي بنديز دفاع کړي، وئيلي دي چي د ملکي سلامتۍ لپاره دا ګام پورته کړے شويدے، ځني صارفين د ملکي ادارو خلاف نفرت انګيز مواد اپ لوډ کوي، ملک کښې عدم استحکام پيدا کوي، د وزارت داخله سره د بنديز لګولو نه علاوه بله لار نه وه
وفاقي وزارت داخله ايکس باندي بنديز حوالے سره سند هائيکورټ کښي خپل جواب جمع کړيدے، جواب کښې وئيلي شويدي چي ايکس باندي د ملکي ادارو خلاف مواد شئير کيدل،او د ملک سلامتۍ او وقار لپاره په دغه سائټ باندي پابندي لګولے شويده،
جواب کښې وئيلي شوي ايکس باندي بنديز د اظهار رائے بنيادي آئيني حق خلاف ورزي هم نه ده، دا پابندي د حساس ادارو رپورټ په رنړا لګولے شوي، ځني عناصر ملک کښې عدم استحکام پيدا کوي، د آرټيکل نورلسم تحت اظهار رائے ازادۍ قوانين د پابندۍ سره مشروط دي،
وزارت داخله وئيلي دي چي ايکس باندي بنديز نه وړاندي ټولي قانوني تقاضے پورا کړے شوي وي، ايکس کمپنۍ سره هم بار بار دا معامله پورته کړے شوي وه، ولي هغوي تعاون نه کوو