اسلام آباد: د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ کښې دنيشنل ايکشن پلان د اپيکس کميټۍ نن کيدونکې اجلاس مؤخر کړې شوېدې ۔
سرچينو وئيلي چې غونډه د وزيراعظم شهبازشريف د طبيعت خرابيدو لوجې مؤخر کړې شوې، د دې غونډې بيا رابللو د تاريخ اعلان به وروستو کولې شي ۔
اجلاس کښې وفاقي وزيرانو،د درې واړو مسلح افواج مشرانو ،وزرائے اعلیٰ،د خفيه ادارو مشرانو او نور متعلقه چارواکو ته د ګډون بلنه ورکړې شوې وه ۔
اجلاس کښې د ملک مختلفو برخو کښې د ترهه ګرۍ پيښور ،د ملک مجموعي سيکيورټي صورتحال او نورو اهم چارو باندې غور کيدونکې وو۔
ذرائعو ترمخه غونډۀ کښې د خېبرپښتونخؤا او بلوچستان کښې د امن و امان خراب صورتحال جائزه هم اخستل وو ۔