کراچۍ: د سندهـ پوليس مشر غلام نبي ميمن سره شريکې خبرې غونډې ته وينا کښې داخله وزير ضیا الحسن لنجار خبري غونډې په وخت وئيلي چې د کراچۍ ائيرپورټ په حدود کښې په چيني انجينئرانو شوې حمله کښې ککړ ماسټر مائنډ او سهولت کارې زنانه پشمول څلور ملزمان نيولي شويدي ۔
هغه اووئيل چې د زنانو مونږ احترام کوو، ترهه ګر ډلې ئې ناوړو کارونو کښې استعمالوي،په ائيرپورټ د شوې چاؤدنې ذمه واري کالعدم بي ايل اے قبوله کړې وه ۔
ضیا الحسن لنجار اووئيل چې د سي سي ټي وي کيمرو په مرسته د ملزمانو پهچان شوي،او دغه چاؤدنه کښې استعمال شوي بارودي موادو وزن ديرش نه تر څلويښت کلو ګرامه پورې وو ۔
هغه زياته کړې چې د ملک په دښمنانو نظر ساتو او چاته به هم پاکستان کښې دا قسمه کاروائيانو کولو اجازه نۀ ورکولې کيږي ۔
د يادونې وړ ده چې يو مياشت وړاندې کراچۍ ائيرپورټ په حدودو کښې خودکش حمله شوې وه چي پکښې دوه چيني او يو پاکستاني وګړي مړه شوي وو ۔