پېښور: وفاقي حکومت د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات ګنډاپور له خپلې څوکۍ لرې کړی. د دې پرېکړې سره، ذوالفقار حمید، چې مخکې په پنجاب کې د ۲۱م گریډ افسر و، د خیبر پښتونخوا نوی انسپکټر جنرل (IG) پولیس وټاکل شو.
د کیبنټ ډویژن له لوري دوه بيل نوټیفیکیشنونه جاري شوي. په لومړي نوټیفیکیشن کې اختر حیات ګنډاپور له څوکۍ لرې شوی او ورته د کیبنټ ډویژن ته د رپورټ ورکولو امر شوی. په دویم نوټیفیکیشن کې ذوالفقار حمید د خیبر پښتونخوا د نوي IG په توګه ټاکل شوی.