پيښور: د سپيکر بابرسليم سواتي مشرۍ کښې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ اجلاس شوې چې پکښې د پي ټي آئي رکن عبدالسلام د فوجي عدالتونو فيصلو خلاف مشترکه قرارداد وړاندې کړيدې ۔
قرارداد کښې د فوجي عدالتونو لخوا د نهمې مئي پيښو کښې ککړ کسانو ته سزاګانې اورولو مذمت شوې او مطالبه شوې چې حکومت دې دغه فيصلې په فوري توګه واپس واخلي ۔
قرارداد کښې وئيلي شوي چې د آئين او قانون مطابق شفاف ټرائل د هر وګړي بنيادي حق دې ،ولې د فوجي عدالتونو نه فيصلې اورول د انصاف قتل دې ،بائد دا فيصلې فوري واپس کړې شي ۔
قرارداد کښې وئيلي شوي چې فوجي عدالتونه وطن سره مينه لرونکي کسانو ته سزا ګانې ورکوي،ملټري ټرائل سره د عام خلقو د دفاع حق ختم شويدې ۔
قرارداد کښې مطالبه شوې چې دغه عدالتونه دې خپلې فيصلې واپس واخلي ، غونډه کښې د صوبې امن وامان متعلق هم بحث شويدې،د اسمبلۍ غونډه ترسبا دوه بجو پوري ملتوي کړې شويدې ۔