د پريس سيکريټري دفتر لخوا جاري شوې بيان مطابق دخېبرپښتونخوا وزیراعلی سره پيښور کښې د افعان قونصل جنرل حافظ محب الله شاه ليده کاته کړېدي ۔
بيان ترمخه ملاقات کښې دوه اړخيزه تجارت ته نوره وده ورکولو پشمول د شريكې دلچسپې په نورو اهمو چارو خبرې اترې شويدي ۔
وزیراعلی علي امين ګنډاپور په دې موقع وينا وه چې حکومت غواړي د افغان حکومت سره خبرې اوکړي، چې دواړو هيوادونو ته راپيښې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل کړې شي ۔
علي امين ګنډاپور اووئيل چې مونږ دې لړ کښې افغانستان له د يو اعلی پائې وفد ليږلو ته هم تيار يو ۔
وزيراعلي خيبرپختونخوا اووئيل چې ددواړو ملکونو ترمينځ دتجارت لپاره ډيرې موقع موجود دي، او دا به د دواړو هيوادونو په ګټه وي ۔
وزیراعلی اووئيل چې دې لپاره ضروري ده چې په پاک افغان پوله دتجارتي فعاليتونو په لار کښې راپيښ خنډان لرې کړې شي ۔
علي امين ګنډاپور وويل، د خيبر پښتونخوا او افغانستان د خلکو تر منځ ډېر مشترک څيزونه دي، د دواړو ملکونو خلق مذهبي، کلتوري او انساني اړيکو سره تړلي شويدي، په داسې حال کې چې د دواړو غاړو خلک د جهګړې له امله له ستونزو سره مخ دي، بائد د دې ستونزو هواري له پام لرنه اوکړي چې دا مسئلې له مينځه ختم شي ۔
د افغانستان قونصل جنرل حافظ محب الله شاه اووئيل چې د پاکستان په ځانګړې توګه د خيبر پښتونخوا خلق له لسيزو راهيسې د افغان کډوالو ميلمستيا کړې او مونږ د پاکستان په ځانګړې توګه د خيبر پښتونخوا د خلقو له دغه ميلمستيا مننه کوو۔