سرچينو وئيلي چې د بي ايل اے لخوا کراچي ايئر پورټ باندې شوې د ترهه ګرو حمله کښې د بهارتي خفيه ايجنسي را ملؤث ده ۔
سرچينو مطابق د بهارتي ايجنسۍ را د سوري لاندې د بابا بنارس پشان سوشل ميډيا اکاؤنټ نه د وړاندې نه د کراچۍ په ايئر پورټ د حملې پيشګوئي شوې وه ۔
سرچينو ترمخه د را په پاکستان کښې موجود وران کارو تنظيمونو مالي او عسکري مرستې فراهم کوي ۔
سرچينې وائي چې بهارتي خفيه ايجنسي ،فتنه الخوارج او بي ايل اے پشان د ترهه ګر تنظيمونه په ذريعه په پاکستان حملې کوي ۔ دې لړ کښې د پاکستان حکومت څو څو ځله د بي ايل اے پشان د کالعدم تنظيمونو جوړ جاړې په نړېوال کچ بے نقابه کړېدې ۔
دې نه وړاندې هم د را لخوا د کالعدم بي ايل اے د دهشتګرد حملو د وخت نه وړاندې پيشنګوئۍ شويدي ،دې حقائق نه دا خبره په ډاګه شوې چې د را او بي ايل اے يو بل سره ژور جوړ جاړي دې ۔
سرچينو مخکښې وئيلي چې را کښې دننه يو سپيشل يونټ قائم دې چې صرف او صرف بلوچستان کښې بلوچستان کښې د ترهه ګرۍ پيښو لپاره کار کوي ۔
دفاعي ماهرينو وئيلي چې دې نه وړاندې پاکستاني فورسز بهارتي جاسوس کلبهوشن ياديو هم بلوچستان کښې نيولې وو، او دې لړ کښې څو څو ځله په پاکستان کښې د بهارتي ايجنسۍ مداخلت او کاعلدم تنظيمونو ته مالي مرستو لړ کښې ثبوتونه متحده قامونو ته هم فراهم کړېدي ۔
دفاعي ماهرينو مخکښې وئيلي چې بهارت يو داسې ملک دې چې په رياستي سطح ترهه ګرۍ ته وده ورکوي، او شرخوښو ته پټې ټهکانې هم فراهم کوي ۔
دوي دا هم وئيلي چې مودي سرکار خپل سياسي مقاصد پورا کولو لپاره د ترهه ګرو هر قسمه مرستې کوي ،چې لوجې ئې د بهارت لخوا د ترهه ګرو د مرستو پاليسۍ سره د منطقې امن ته لوئې خطره رامخې ته شويده ۔