اسلام آباد کښې خبري غونډې ته وينا پر مهال د آئي ټي وزير مملکت شزه فاطمه وئيلي چې د انټرنيټ سپيډ بهترۍ لپاره څلور نوې کيبلې خورولې کيږي ۔
شزه فاطمه اووئيل چې نوې ګيبلو سره به انټرنيټ سپيډ کښې بهتري راشي ۔
وزير مملکت اووئيل چې کوششونه جاري دي چې بيا د پاره صارفينو ته انټرنيټ کښې مشکلات نه وي
شزه فاطمه اووئيل چې حکومت د آئي ټي په شعبه کښې بهترۍ لپاره اقدامات کوي،پاکستان کښې روانک کال کښې ټولو نه زيات د آئي ټي برآمدات شوي ۔
هغې اووئيل چې ايس آئي ايف سي تحت ملک کښې سرمايه کاري سيوا کيږي،وزيراعظم شهبازشريف هم اقتدار کښې راتلو سره سمدستي ډيجيټلائزيشن باندې زور ورکړ ے ۔
شزه فاطمه زياته کړې چې معيشت بهترۍ لپاره قامي ډيجيټلائزيشن کميشن جوړيږي ۔
د کميشن مشر به وزيراعظم شهبازشريف وي،وائي چې ايس آئي ايف سي د معيشت بهترۍ لپاره ترجيحات باندې کارکړې ، کوم سره چې به ملک کښې زيات نه زيات سرمايه کاري راشي ۔
وزير مملکت زياته کړې چې معاشي مشکلاتو باوجود آئي ټي لپاره شپيته اربه روپے بجټ مقرر کړے شوي،لس زره نه سيوا ماشومانو ته کوډنګ سکلز ورکولے شي،دوه آئي ټي پارکس به جووړلے شي،دې سره به لس زره نه سيوا د روزګار مواقع فراهم کړے شي ۔