سټيټ بينک آف پاکستان شرح سود کښې د دوه فيصد کمي اعلان کړې او دا ئې د نورلس اعشاريه پنځه نه اوولس اعشاريه پنځه ته راکم کړې ۔
سټيټ بينک لخوا جاري شوې اعلاميي مطابق پاليسي ريټ اوولس اعشاريه پنځه فيصد ته راکم کړې شويدې ۔
اعلاميه کښې وئيلي شوي چې شرح سود د نورلس اعشاريه پنځه فيصد نه راکم شوي او اوولس اعشاريه پنځه فيصد مقرر شويدې ۔
اعلاميې ترمخه ملک کښې تير دوه مياشتو دوران ګراني راکمه شوې او په نړيواله سطح هم د خوراکي څيزونو او تيلو نرخ کم شويدې ۔
بلخوا وزير اعظم شهباز شريف پاليسي ريټ کښې د دوه فيصد کمي هرکلي کړېدې ۔
د سټيټ بينک آف پاکستان اعلاميې باندې خپل يو بيان کښې وزيراعظم وئيلي چې پاليسي ريټ کښي کمې د ملکي معيشت لپاره د خوشحالۍ خبر دې ۔
وزيراعظم وئيليچ ې دې سره به پاکستاني معيشت باندې د سرمايه کارو اعتماد سيوا شي او سرمايه کارۍ کښې به اضافه اوشي ۔