روان کال بهارت کښې کېدونکې هاکي ايشيا کپ کښې د پاکستان هاکې ټيم شرکت په حواله مثبت خبرونه راغلي، بهارتي ميډيا وائي چې هند حکومت ايونټ کښې د پاکستان ټيم ته شرکت لپاره کليئرنس ورکړې، او د وزيرو جاري کولو منظوري ئې ورکړې ده ،هاکي ايشياکپ به بهارت کښې اوويشتم اګست نه شروع کيږي او دا به اووم ستمبر پورې جاري وي ۔
روان کال بهارت کښې کېدونکې هاکي ايشياکپ د پاکستان شرکت په حواله خبرونه مخې ته راغلي وو چې د دواړو ملکونو تاؤ تريخوالې لوجې به ايونټ کښې پاکستان ته شرکت کولو اجازت ورنکړې شي، خو اوس بهارتي رويه کښې تبديلي راغلې ده ۔
رپورټ مطابق د بهارتي لوبو وزارت وئيلي چې بهارت کښې کېدونکې ايشيا کپ کښې به پاکستان شرکت کوي، هند به انټرنيشنل ايونټس کښې د پاکستان سره مقابلې خلاف نه وي، د دنيا ملکونو يو بل سره جنګ باوجود سپورټس کښې مقابله کوي ۔
بلخوا بهارتي ميډيا وائي چې هند خارجه وزارت او داخله وزارت دغه ايشيا هاکي کپ کښې پاکستان شرکت لپاره کليئرنس جاري کړېدې او دې لړ کښې ئې د ويزو جاري کولو منظوري هم ورکړېده ۔
ياده دې وي چې پاکستان هاکي فيډريشن ايونټ کښې شرکت د حکومتي اجازت سره مشروط کړې دې، حکومت پاکستان لطرفه تر اوسه پورې هيڅ ردعمل مخې ته نۀ دې راغلې ۔