هيومن رائټس کميشن آف پاکستان د خېبرنيوز نمائنده خليل جبران قتل باندې سخت غم او افسوس اظهار کړې او مطالبه ئې کړې چې د خليل جبران د قتل دې شفاف تحقيقات اوکړې شي.
ايچ آر سي پي لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د صحافي خليل جبران په قتل کميشن ته سخت افسوس شويدي، خليل جبران د کميشن سره هم ډير کار کړې وؤ، هغۀ ته د خپل کار لوجې دهړکې ميلاؤ شوې وې، بالاخر د
خپل کور سره نږدې د نامعلومه وسله والو د فائرنګ ښکار شو هيومين رائټس کميشن مطالبه کړې چې د خېبرنيوز صحافي خليل جبران د قتل دې تحقيقات اوکړې شي، او پيښه کښې ککړ کسانو دې احتساب اوکړې شي
بيان مطابق صحافيان دې د ژوند خطراتو نه آزاد کړې شي او دوي ته دې د آزاد کار کوؤلو موقع ورکړې شي