راولپنډي: آرمي چيف جنرل عاصم منير په مشرۍ کښې دوه ورځني څلور اتيايم فارميشن کمانډرز کانفرنس شوې، چې پکښې کورکمانډرانو، پرنسپل سټاف آفيسرز او د پاک فوج ټول فارميشن کمانډرز کډون کړې دې ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې د کانفرنس په آغاز کښې فورم ملک کښې قيام امن و استحکام لپاره قرباني ورکونکي سيکيورټي اهلکارو او عام خلقو ايصال ثواب لپاره فاتحه خواني کړې
آئي ايس پي آر مطابق فورم په مقبوضه جمو او کشمير کښې د بهارت لخوا جاري انساني حقوق خلاف ورزو غندنه کړې او د کشميري اولس لپاره ئې دپاکستان غير متزلزل سياسي، سفارتي او اخلاقي حمايت پخلې کړيدې ۔
د کانفرنس ګډون والو فلسطيني اولس سره د يو والي اظهار کړے او غزه کښې روان ظلومونو مذمت ئې هم کړيدې ۔
د کانفرنس شرکا ته بهرني او دنني خطرانوپه موجوده صورتحال بريفنګ ورکړے شوې، او د ترهه ګرۍ مخنيوي لپاره روان آپريشنز جاج اخستې شويدې ۔
آئي ايس پي آر ترمخه فورم بلوچستان کښې د ترهه ګرۍ او په خاصه توګه بي ايل اے مجيد بريګيډ پرزد آپريشن باندې خصوصي توجه ورکولو، د ترهه ګرو او د هغوي سهولت کارو خلاف کاروائي جاري ساتلو عزم اظهار کړيدې ۔
د کانفرنس شرکاؤ اسلام آباد کښې اهم سرکاري ودانو محفوظه جوړولو او غير ملکي وفود راتګ په موقع د سيکيورټي لپاره فوج تعيناتۍ خلاف پروپيګنډه باندې تشويش څرګند کړيدې ۔
فورم وئيلي دي چې دغه پروپيګنډه ځيني سياسي عناصر د خپل مذموم عزائم لپاره کوي، د کوم مقصد چې اولس، فوج او ادارو ترمينځ نفرت پيدا کول دي ، ولې د دوي دغه کوشش به کله هم کامياب نشي ۔
فورم ضروري ګرځولې ده چې حکومت د آزادي اظهار رائے په بهانه د ملک، قوم او ادارو خلاف زهر خورونکو خلاف سخت قوانين جوړ کړي، او په هغې دې عمل درآمد هم اوکړي ۔
فورم د پاکستان خلاف افغانستان خاوره ترهه ګرۍ لپاره په استعمال هم د تشويش اظهار کړې، او وئيلي دي چې خطه کښې امن او ترقۍ لپاره کار کول د دواړه ملکونو په ګټه کښې ده، افغان عبوري حکومت خپله خاوره د پاکستان خلاف استعمالولو مخنيوي پکار دې ۔
کانفرنس کښې د ترهه ګرۍ خلاف بهادرۍ سره مقابله کولو باندې د خيبرپښتونخوا او بلوچستان عوام فلاح و بهبود لپاره د وفاقي او صوبائي حکومتونو لخوا شروع شوي ترقياتي منصوبو اوکوششونو حمايت جاري ساتلو اعاده هم شويده ۔
فورم وئيلي چې د اقتصادي ترقۍ فروغ ، غير قانوني سرګرميانو خلاف کريک ډوان ، ترهه ګرۍ او جرائم ختمولو لپاره به حکومتي کوششونو حمايت جاري ساتلې شي ۔