لاهور کښې د ختم نبوت (صلي الله عليه وسلم) ګولډن جوبلي کانفرنس ته خطاب کښې دجے يو آئي امير مولانا فضل الرحمان وئيلي چې دا هغه مينار پاکستان دے، چرته چې د پاکستان جوړيدو لپاره قرارداد پيش شوې وو، او نن په دې ځائې د پاکستان بچ کولو کوشش روان دے ۔
مولانا فضل الرحمان حکومت ته دهړکه ورکړې که تاسو زما د مدرسو يوه ښخته هم اوغورځوله، نو زه به ستاسو د اقتدار ټول عمارت راوغورځوم ۔
د جے يو آئي امير اووئيل چې پاکستان کښې د قاديانيانو ملا ماته شويده، اوس ورته نه امريکه پناه ورکوي او نه اسرائيل، د اسټبلشمنټ ځيني کسانو د قاديانانو ملګرتيا کوشش کړے وو،ولي جميعت علما اسلام ورته مارچ کولو سره سخت جواب ورکړې دې ۔
مولانا فضل الرحمان زياته کړه چې زه د پاکستان نه بلکه د ټولې دنيا حکمرانانو ته پيغام ورکوم چې د اسرائيل وجود به کله هم تسليم نه کړے شي ۔
هغه مخکښې اووئيل چې د پاکستان حکومت او اسټيبلشمنټ ته پيغام ورکول غواړ چې دوي سره د اولس په وړاندې ټيټيدو نه علاوه دوئمه لار نيشته ،کۀ څوک د پاکستان نه جداکيدو خبرې کوي، نو مونږ به چرې هم د ملک په سلامتيا سمجهوته اونکړو ،پاکستان زمونږ ملک دې ۔
مولانا فضل الرحمان دا هم وئيلي چې ملک کښې رائج د سود نظام به ختمول وي، سودي نظام الله پاک او خوږ نبي عليه السلام سره ښکاره جنګ کول دي،دې لړ کښې مې چيف جسټس ته خط هم ليکلې دې، بائد چيف جسټس د قاديانو په اړۀ معاملې او سودي نظام په اړۀ فوري تفصيلي فيصلې اوکړي ۔