د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو مشير بیرسټر ډاکټر محمد علی سیف وئیلی دی چی د ضلع کرم په مسله وفاقی حکومت سیاست کوی، کرمه ضلع د پاکستان برخه ده ایران یا د افغانستان برخه نه ده چې وفاقی حکومت پری سترګی پټې کړي
نوموړي زياته کړې چې جعلی وفاقی حکومت صوبائیت او فرقه واریت ته هوا ورکوې،
دا ئې هم وئيلي چې محسن نقوې يواځې د اسلام آباد وزیر داخله نۀ بلکه د ټول ملک وزیر داخله دے۔
نيوکه ئې پرې کړې چې د محسن نقوي خاموشی د غندنې وړ ده، وزیر داخله ته د پی ټی آئی کارکنانو د نیولو ټهېکه ورکړې شوې د کرمی په مسله باندی هغوی د غفلت سترګی پټې کړی
بیرسټر محمد علی سیف په وزیر دفاع خواجه آصف هم سختی نیوکې کړی او وئیلی ئې دي چې وزیر دفاع له بیانات ورکولو په ځائی په ضلع کرم کښې د امن لپاره ګامونه پورته کول پکار وو