پيښور: دخېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ علي امين ګڼډا پور د پيښور سي ټي ډي هيډ کوارټر دوره کړې ده د دوري په مهال وزير اعلي ميډيا سره خپلو خبرو کښي وئيلي دي چې د کرمي حالات دهغوي ذاتي مسئله ده نو ځکه دواړه ډلي ديو بل خلاف راپاڅيدلې دي ۔
علي امين ګنډاپور اووئيل چې پاکستان تحريک انصاف چې کله هم داحتجاج اعلان کړے نو اولس ورسره اوږه په اوږه احتجاج کښې دشرکت فيصله کړيده ۔
وزيراعلیٰ زياته کړه چې مرکزي حکومت هميشه د خېبر پښتونخوا بنيادي حقونه خوړلي دي ددي لوجې خيبر پښتونخوا کښې يو شمير مسائلي رامخئ ته شوې ۔
سي ډي ته به ډير زر شل بلټ پروف ګاډې ورکړے شي چې دغه شان سي ټي ډي هم سيمه کښي امن او تحفظ راوستو لپاره خپله برخه کردار په ښۀ ډول تر سره کړي ۔
وزيراعلیٰ اووئيل چې وفاقي حکومت پښتون جرګه هم په نښه کړې وه او چې څۀ ورسره شوي هغه هرڅۀ داولس په وړاندي دي حکومت چې اولس په کومه طريقه د زور زياتي ښکاري کوي دې اقدام سره په عالمي کچ د پاکستان بدنامي کيږي ۔