د ذرائعو ترمخه پي ټي آئي ترجمان روف حسن د امريکي رائن ګرم نه پس بهارتي صحافي کرن تهاپړ سره هم د واټس ايپ په ذريعه د رابطو انکشاف شوي ۔
کرن تهاپړ په نومبر کال دوه زره دوه ويشتم کښې روف حسن ته د موجوده آرمي چيف جنرل عاصم منير په حقله خپله او سابق سيکرټري را رانا بينيرجي يوټيوب باندې شوې انټرويو شئير کړۀ وه ۔
دي وروسته بهارتي صحافي واټس ايپ په ذريعه روف حسن سره د آرمي چيف عاصم منير په حقله د يو پاکستاني صحافي انټرويو شئير کړي وه ۔
روف حسن جواب کښې دغه پاکستاني خبريال ناقابل اعتبار ګرځولے وو ، د آرمي چيف په حقله ئي حساس معلومات د بهارتي صحافي سره شئير کړي ۔
ذرائعي زياتوي چي روف حسن د يوکرين په معامله د بهارتي دريز ستائينه کړي وه او د په دي لړ کښۀ د پاکستان په پاليسۍ سخت اعتراض کړے وو۔
روف حسن الزام لګولے وو چې پاکستان يوکرين ته وسله هم ورکوي ۔