اسلام آباد: وزيراعظم شهبازشريف مشرۍ کښې د وفاقي کابينې اجلاس شوې چې پکښې د يو شمير منصوبو منظوري ورکړې شوې ده ۔
د کابينې اجلاس نه د وزيراعظم هاؤس نه جاري شوې اعلاميه کښې وئيلي شوي چې کابينې د انتهاپسندۍ مخنيوي لپاره د قامي پالسيۍ 2024 منظوري ورکړې ده ۔اعلاميې مطابق د وزارت تجارت په سفارش مونو سوډېم ګلوټاميټ يعنې اجينو موتو درآمد باندې پابندي اوچتولو په اړه د سپريم کورټ فيصلې خلاف د نظرثانۍ اپيل جمع کولو منظوري ورکړې ده ،اعلاميې ترمخه دا فيصله د متعلقه ماهرينو د خصوصي رپورټ په رنا کښې شويده، دغه کميټي د وزيراعظم آفس په هدايت دمونو سوډېم ګلوټاميټ انساني صحت باندې اثراتو جاج اخستو لپاره قائم شوې وه ، دغې کميټۍ مونو سوډېم ګلوټاميټ د انساني صحت لپاره محفوظ ګرځولې وو ۔
د کابينې اعلاميه کښې وئيلي شوي چې د وفاقي وزارت تعليم او فني تربيت په سفارش يونيورسټي آف کيمبرج ،سينټ انټونيز کالج يونيورسټي آف اکسفورډ ،ونيورسټي آف جارډن، پيکنګ يونيورسټي چين، يونيورسټي آف هائيډل برګ، جرمني کښې د پاکستان چيئرز په حواله د مفاهمته يادداشتونو د تجديد منظوري هم ورکړې ده ۔
کابينې د وزارت داخله په سفارش د اسلام آباد سينټرل بزنس ډسټرکټ ډي ويلپمنټ اتهارټي قيام حوالې د تجويز منظوري هم ورکړې ده او د نيشنل پريونشن آف وائلنټ ايکسټريم ازم پاليسۓ دوه زره څليريشتم منظوري ئې هم ورکړې ده ۔
د وفاقي کابينې اجلاس ته خپله وينا کښې وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې د موجوده حکومت غوره پاليسو په وجه ګراني د شپږ نيم کاله کم ترين سطح ته راغلې، کوشش به کوو چې ګراني نوره هم راکمه شي او د غريب اولس ژوند آسان شي ۔
وزيراعظم وئيلي چې د پي ټي آئي دهرنو په وجه ملک کښې ناقلاري پيدا شوې وه، د ملک او ادارو بے عزتي شوې، معيشت ته زيان رسولې شويدې ۔
وزيراعظم مخکښې اووئيل چې پي ټي آئي نه صرف ملک ته زيان رسولې بلکه په سيکيورټي فورسز ئې حملے هم کړي چې پکښې رينجرز او پوليس اهلکار شهيدان شوي او ژوبل شوي هم دي ۔
وزيراعظم اووئيل چې د ګرانۍ په اړه راتلونکي فيصله به سټيټ بينک کوي، ملکي معيشت بهترۍ لپاره اقتصادي اهداف به حاصلوو، د محصولات هدف حصول سره به حالات نور هم ښۀ شي ۔
وزيراعظم اووئيل چې د آرمي چيف په کوششونو د سمګلنګ خاتمه شويده، د خواجه آصف او د هغه ټيم په محنت يورپ لپاره د پي آئي اے پروازونه شروع شويدي ۔