وزيراعظم شهبازشريف د سټيټ بينک لخوا شرځ سود کښې دوه فيصده کمي باندې هرکلې کړې او د معاشي ټيم کردار ئې هم ستائلې دې ۔
اسلام آباد: وزيراعظم شهبازشريف خپل يو بيان کښې وئيلي چې پاليسي ريټ کميدو سره به ملکي معيشت کښې اضافه کيږي ۔
وزيراعظم مخکښې وئيلي چې پاليسي ريټ ديارلس فيصد ته راتل د خوشحالۍ خبره ده، او دې سره به د سرمايه کارو اعتماد اور ملک کښې سرمايه کارۍ کښې اضافه کيږي ۔
وزيراعظم وئيلي چې افراط زر شرح لوجې پاليسي ريټ کښې کمې شوې، طمع ده چې راتلونکي مياشتو کښې به افراط زر کښې نور هم کمې کيږي ۔
وزيراعظم دا هم وئيلي چې د ملکي معيشت بحالۍ او بهترۍ لپاره د وزير خزانه پشمول د معاشي ټيم ټول کوششونه د ستائنې وړ دي ۔