معاشي درجه بندي کونکې ادارے فچ پيشګوئي کړې چې باني پي ټي آئي به في الحال جيل کښې بنديوان وي، او موجوده مسلم ليګي حکومت به اتلس مياشتو پورې برقرار وي
که حکومت ختم شو نو د ټيکنو کريټ حکومت به راځي
رپورټ کښې وئيلي شوي چې پاکستان مشکلې معاشي فيصلې آئي ايم ايف سره د پروګرام لاره هواره کوي، څښکال ختميدو سره شرح سود کښې د کمي امکان دې
فچ رپورټ ترمخه روان مالي کال په ختميدو پاکستان کښې د ګرانۍ سيوا کيدو شرح کمېدې شي او د روان کال آخر کښې شرح سود کښې د کمي هم امکان دې
رپورټ کښې وئيلي شوي چې سټيټ بينک شرح سود څوارلس فيصده پورې راويستې شي
رپورټ ترمخه حکومت بجټ کښې مشکل ترين معاشي اهداف مقرر کړي، حکومت مالياتي خساره اوو اعشاريه څلور نه راکمولو سره شپږ اعشاريه اوو فيصده ته راوستل غواړي