د تحریک انصاف رهنما شوکت یوسفزی د پېښور په یوه خبري غونډه کې په حکومت سختې نیوکې وکړې او د هېواد سیاسي او اقتصادي وضعیت ته یې اشاره وکړه.
شوکت یوسفزي وویل چې د هرجانې کيس روان دے او دی پرلهپسې محکمې ته حاضري ورکوي، خو مخالف وکیل نه راڅرګندېږي. هغه زیاته کړه: “د ۹ مې تر پېښو وروسته موږ محکمو ته نه وو حاضر شوي، ځکه یې زموږ کيس یو اړخیزه کړو.”
شوکت یوسفزي وویل چې اوسنی حکومت یوازې خبرې کوي، خو د اقتصاد وضع ښه نه ده. “پېټرول بیا ګران شو، دوی وايي اقتصاد ښه شوی، خو که ګرانۍ زیاتېږي، نو دا څنګه اقتصاد ښه دی؟”
هغه په حکومت نیوکه وکړه چې په هېواد کې سیاسي ازادي نشته او د مذاکراتو په اړه یې دوهمخیتوب ښکاره کړی. “دوی مذاکراتو ته بلنه ورکوله، خو اوس چې مذاکرات پیلېږي، نو دوی له دې پروسې تښتي.” هغه دا هم وویل چې د تحریک انصاف چئيرمين هیڅکله د NRO غوښتنه نه ده کړې.
د شوکت یوسفزي په وینا، دوی ته له وړاندې معلومه وه چې سزا ورکول کېږي. هغه وویل چې اوس د هېواد ترجماني عطا تارړ او ورته نور کسان کوي، چې دا د پاکستان لپاره یوه د شرم خبره ده.
شوکت یوسفزي وویل چې په هېواد کې د بشري حقونو سختې سرغړونې کېږي او نړیواله ټولنه په پاکستان نیوکې کوي. هغه زیاته کړه: “حکومت پوره توجه په دې لګولی چې پی ټي آی بدنامه کړي، خو د هېواد امنیتي وضعیت ته هېڅوک پام نه کوي.”
د تحریک انصاف مشر شوکت یوسفزي په خپله وینا کې د حکومت په اقتصادي پالیسیو، سیاسي بندیزونو، او عدالتي پرېکړو سختې نیوکې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د دوی ګوند به د سیاسي ازادۍ لپاره مبارزه جاري وساتي.