لاهور کښې ميډيا سره خبرو پر مهال وفاقي وزير مصدق ملک وئيلي چې عام انتخاباتو کښې سعد رفيق پشمول د مسلم ليګ ن نورو مشران هم نۀ دي کامياب شوې ،ولې هيچا د دهاندلۍ خبره نۀ ده کړې ۔
د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملک واضحه کړې چې حکومت سره جاري مذاکراتو کښې به د باني پي ټي آئي د جرمونو ايجنډا شامل نۀ وي ۔
هغه مخکښې اووئيل چې باني پي ټي آئي باندې يو شمير مقدمې د ګرفتارۍ نه وړاندې درج شوي، چې پکښې د يو سل نوي ملين پاؤنډ مقدمه هم شامل ده ۔
مصدق ملک اووئيل چې عام انتخاباتو کښې سعد رفيق پشمول د مسلم ليګ ن نورو مشران هم نۀ دي کامياب شوي ،ولې هيچا د دهاندلۍ خبره نۀ ده کړې، پي ټي آئي هسې په نوم د دهاندلۍ چغې وهي، او ثبوتونه ورسره هيڅ نيشته
وفاقي وزير اووئيل چې مونږ اول هم د مذاکراتو خبره کړي او اوس هم مذاکرات کوؤ، د ملک بهترۍ لپاره دې پي ټي آئي راشي ، مونږ هر وخت خبرو ته تيار يو ۔