پيښور وزیراعلیٰ هاؤس نه د علي امين ګنډا پور په مشرۍ کښې قافله اسلام آباد ته روانه شوې، قافله به چارسدې نه پس صوابۍ ته ځي او بيا به د اسلام آباد ډي چوک ته روانيږي ۔
د خيبرپښتونخوا تحريک انصاف مشر او صوبائي وزير پښتون يار وئيلي چې د پي ټي آئي قافله کښې د باني چيئرمين کور ودانه بشریٰ بي بي هم قافله کښې موجود ده ۔
بلخوا باني پي ټي آئي نننې احتجاج فيصله کن ګرځولے او اولس ته ئې په لويه شميره کښې پي ټي آئي کارکنانو سره د ګډون اپيل کړې دې ۔
اسلام آباد ته روانه کيدو په موقع علي امين ګنډاپور وئيلي چې په هر صورت به ډې چوک ته رسو او خپل مطالباتو پورا کيدو پورې به ډې چوک کښې موجود يو ۔
هغه اووئيل چې دوه ټولې لارې بندې کړې ،ولې مونږ به لارې صفا کوؤ او هر صورت کښې به ځان ډي چوک اسلام آباد ته رسوؤ ۔
پي ټي آئي احتجاج لوجې د اسلام آباد ريډزون په مکمله توګه سيل کړي شوېدے،ډي چوک کښې کنټينرې ايښودې شويدي۔
اسلام آباد ته داخليدونکي ټولې لارې په کنټينرو بند کړي شويدي،ميټرو بس سروس هم بند دے او په اهمو سرکاري ودانو رينجرز تعينات کړي شويدي ۔
وفاقي حکومت وائي چي د اسلام آباد هائيکورټ د احکاماتو په رنړا کښي به پي ټي آئي ته اسلام آباد کښي د احتجاج اجازت نشي ورکولے ۔
پي ټي آئي د احتجاج کاميابولو لپاره سرښار او پنډي کښي مختلفي کيمټۍ جوړي کړي ، د کميټو مشرانو ته د احتجاج کاميابولو منصوبه ورکړے شوي ، پي ټي آئي په ډاګه کړي چي په هرحال کښي به احتجاج کوي ۔