ټانک کښي د امن وامان خراب صورتحال، د کړي حيدر کلي نه د دوه سيکيورټي اهلکارو مړي برآمد شوي ،دغه دواړه اهلکار تيره ورځ تښتولے شوي وو
ټانک کښي د امن و امان صورتحال ورځ تربله په خرابيدو دے، د کړي حیدر کلي نه دوه مړي ميلاو شوي، د وژل شوي دواړو کسانو تعلق د ټانک سره وو چې یو په ایف سي او يو پولیس محکمه کې ملازم وو، دغه دواړه تيره ورځ نامعلومو وسله والو تښتولے وو ، واضح دي وي څو ورځې وړاندې نامعلومو وسله والو د کوټ اعظم کلي نه درې ایف سي اهلکار هم تښتولي وو