اسلام آباد کښې سټيټ آف دي آرټ اميګريشن او پاسپورټ دفتر افتتاحي دستورې ته وينا کښې داخله وزير محسن نقوي خوشخبري اورولې چې خلقو ته اوس پاسپورټ په مقرر وخت کښې ميلاويږي ۔
د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي اووئيل چې پاسپورټ او اميګريش اتهارټي جوړلو کوشش جاري دې، او اوس ملک کښې پاسپورټونو بيک لاګ ختم شوېدې ۔
د وفاقي وزير وينا وه چې نادرا او پاسپورټ دفتر کښې اولس سره باعزت رويه خپلولي شې،او خلقو ورپيښ مشکلات به هم زر تر زره حل کولې شي ۔
داخله وزير مخکښي اووئيل چې د پاسپورټ او ويزو مسائلو کښې کمي لپاره پاسپورټ اينډ اميګريشن اتهارټي جوړولو کوشش کوؤ ۔