شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان کښې ترهه ګرو په سيکيورټي اهلکارانو حملې کړيدي ۔
مير علي حدود کښې د سيکيورټي فورسز په قافله حمله شوې چې پکښې يو افسر پشمول څلور اهلکار ژوبل شويدي ۔
د سيکيورټي فورسز په جوابي کارروائي کښې ترهه ګرو ته هم زيان رسيدلې دې ۔
د شمالي وزيرستان رزمک سيمه کښې هم په چيک پوسټ حمله شوې چې پکښې لانس نائيک شهيد شويدې ۔
بلخوا جنوبي وزيرستان کښې د پوليس په ګاډي نصب کړې شوې بارودي مواد ډزيدلي دي ۔
بمي چاودنه کښې ايډيشنل ايس ايچ او محفوظ پاتې شوې دې ۔