د سوات قامي جرګې لخوا په مینګوره نشاط چوک کښې امن مظاهره شوې، مظاهره کښې د وکیلانو، تاجرانو فیډریشن، د مختلفو سیاسي ګوندونو مشرانو ،کارکنانو او طالب علمانو پشمول په زرګونو کسانو ګډون کړېدې ۔
د سوات په امن مظاهره کښې ګډونوالو د ترهه ګرۍ خلاف چغې سورې وهلې او واضحه کړيده چې مونږ سيمه کښې نوره ترهه ګري نشو برداشت کولې ۔
هغوي اووئيل چې نن خلقو ترهه ګري رد کړې ده، سوات نور د بمي چاودنو او فوجي عمليات توان نۀ لري ۔
مظاهرچيانو ته وينا کښې صوبائي وزير فضل حکيم خپلو خبرو کښې اووئيل چې دلته خلق پوليس سره ولاړ دي ۔
د عوامي نيشنل پارټۍ مشر ايوب خان اشاړي اووئيل چې مونږ د ترهه ګرو د تيښتې په چل پوهيږو، په سوات کښې به نوره ترهه ګري چرې برداشت نکړو ۔
مختيار يوسفزي اووئيل چې په سوات کښې خلقو ترهه ګري رد کړې، د امن په مظاهره کښې د زرګونو خلقو ګډون دا ثابته کړې چې مونږ سوله خوښونکي خلق يو، هيڅ فوج عملياتو ته تيار نه يو ۔
بل اړخ ته د ضلعي انتظاميي لخوا د ترهه ګرۍ د خطرې د خبرداري باوجود هم په زرګونو خلقو په دغه امن مظاهره کښې ګډون کړېدې ۔ مظاهرې لپاره د امنيت کوټلې ګامونه پورته کړې شوي وو او د مظاهرې نه تر يو کلوميټر لرې پورې د ګاډو په پارک کولو بنديز لګولې شوې وو ۔