د ټانک کوټ اعظم سيمې نه نامعلومه کسانو د ايف سي ساوت درې اهلکار اغوا کړيدي، ذرائع وائي چې درې وانړه اهلکارپه چهټۍ وو
ګاډې کښې خپل کلي ته روان وو ،چې د ګومل تهاڼې د حدودو نه نامعلومه کسانو تښتولي دي،د
پيښې وروستو پوليسو او سيکيورټي فورسز سيمه کښې سرچ آپريشن شروع کړېدي
دغه افسوسناکۀ پيښه د ګومل پوليس سټيشن په حدودو کښې د کوټ اعظم کلي ته نزدې هغه وخت رامخې ته شوه ،کله چې نامعلومو وسله والو د ګاډو په چیکنګ کۀ مصروف وو ، چي دغۀ مهال ایف سی اهلکاران سرکاری سروس کارډونو په ذريعه ئي د موټر نه راکوز کړل ، او نامعلومه ځائے ته ئي منتقل کړي دي ، ضلعي پوليس مشر عبدالسلام خالد وئيلي دي ،چي پوليس او سکيورټي فورسز د ايف سي اهلکارو د بازیابۍ کوششونه شروع کړي دي، ولي تر اوسه پوري کومي ډلي د پيښي ذمه واري په غاړه نه ده اخستي۔