د ټي ټوئنټي ورلډکپ خونده ورې مقابلې جاري،دلي کښې لوبيدلې ميچ کښې افغانستان په پنځه وکټو متحده عرب امارات ته شکست ورکړې، د يو اے اي د يوسل، شپيتۀ رنز هدف افغانستان ټيم آخري اوور کښې پنځه وکټو په زيان پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې، بلخوا انګلينډ په څليريشت رنز اټلي ته ماتې ورکړي او د ايونټ سُپر ايټ مرحلې ته ئې کواليفائي کړيده ۔
دلي سټيډيم کښې لوبيدلې د ټي ټوينټي ورلډ کپ اتۀ ويشتم ميچ کښې يو اے اي اول بيټنګ کړې وو او مقرره اوورز کښې ئې نهه وکټو په زيان يو سل، شپيتۀ رنز جوړ کړې وو ۔
يو اے اي طرف نه ټولو نه زيات شعيب خان اتۀ شپيته او علي شان څلويښت رنز جوړ کړي، د افغانستان عظمت الله عمرزئي څلور مجيب الرحمان دوه وکټې اخستې وې ۔
افغانستان مقرره هدف آخري اوور کښې پنځه وکټو په زيان پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې،ابراهيم زداران دري پنځوس، عظمت الله عمرزئي څلويښت او درويش رسولي دري ديرش جوړ کړي وو ۔
څلور وکټې اخستو او جارحانه څلويښت رنز وړولو باندې د افغانستان آل راؤنډر عظمت عمرزئې د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
بلخوا کولکته کښې لوبيدلې د ايونټ نهه ويشتم ميچ کښې انګلينډ په څليريشت رنز اټلي ته شکست ورکړې، او د ايونټ سُپر ايټ مرحلې ته ئې کواليفائي کړېده ۔
د انګلينډ د دوه سوه، درې رنز هدف جواب کښې د اټلي ټول ټيم يو سل اتۀ اوويا رنز باندې آؤټ شوې او ميچ ئې بيللې دې ۔
انګلينډ طرف نه ويل جيک جارحانه دري پنځوس رنز او يو وکټ اخستو باندې د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔

