دمشق: د صدر بشار الاسد اوږدې مودې راهسې په شام جاري حکمراني ختمه شويده، د شام صدر په جهاز کښې نامعلومه ځائي ته تلې، وئيلي کيږي چې هغه د هيواد نه تښتيدلې دې ۔
شامي باغيان بغير د څه مزاحمت نه پس سرښار دمشق ته داخل شوي ، شامي فوج د دفاع وزارت هيډ کوارټر هم خالي کړېدې ۔
باغيانو د سرکاري ټي وي او ريډيو کنټرول هم حاصل کړيدې، شام کښې د بشار الاسد حکمرانۍ ختميدو پس جشن شروع شويدې ۔
د دمشق په اميه چوک کښې خلق جمع شوي ، د فوج پريښودې شوي ټينکونو ته ختلي او د بشارالاسد خلاف ئې نعرې هم وهلي دي ۔
بلخوا د شام صدر بشار الاسد د ملک نه فرار کيد وروستو د شام عبوري سربراه محمد الجلالي وئيلي دي چې اولس څوک په اقتدار کښې راولي هغي سره به پوره پوره مرستې کولې شي ۔
د باغي ګروپ هئيت تحرير رهنما ابو محمد الجولاني وئيلي دي چې د اقتدار په باضابطه توګه منتقلۍ پورې به عوامي ادارې د عبوري مشر محمد الجلالي ماتحت کار کوي ۔