صوابي کښي نامعلومه ملزمانو په پوليس پارټي دزي کړي د ډزو په نتيجه کښي ځاني ذيان نه دے شوي ولے د پوليس په جوابي ډزو ملزمانو په تيښته کښي کامايب شوي.
د توډهير پوليس تانړي ايس ايچ او وائي چي موټر وئے سره نزدے پوليس پارټي د معمول په ګشت وو د دغه محال پرے نامعلومه ملزمانو ډزي کړي۔ د ډزو په نتيجه کښې څه قسمه ځاني ذيان نه دے شوي ولے د پوليس په جوابي دزو ملزمان په تيښته کښي کامايب شوي ۔ دپيښے روستو د پوليس نفري ځائے تا رسيدلے او په سيمه کښي ئے لټوني عمليات شروع کړي بل حواه ډي پي او صوابي هارون رشيد زياته کړي چي په پوليس پارټي د نامعلومه ملزمانو ډزو په جواب کښي پوليس جوابي ډزي کړي د کومي په نتيجه کښې ملزمان تښتيدلي ولے کلاشنکوف ئے پريخودے کوم چي پوليس په خپله قبضه کښي اخستي د ملزمان لټون لپاره په سيمه کښي سرچ اپريشن روان دے ۔