صوابۍ کښې د سټې پوليس سټيشن په دوئم چهت موجود مال خانه کښې شارټ سرکټ لوجې چاودنه شويده ۔
د مختلفو ذرائعو نه ترلاسه شوي معلوماتو مطابق چاودنې لوجې يو ماشوم پحق رسيدلې او شپږ ديرش پورې پوليس اهلکاران ژوبل شويدي ۔
د ډي ايچ کيو صوابۍ د ميډيکل سپرنټنډنټ وينا ده چې د يو ماشوم مړې او شپږ ويشت ژوبل اهلکاران هسپتال ته راوړي شوي دي ۔
د رېسکيو چارواکو وينا ده چې اته ژوبل کسان باچه خان ميډيکل کمپلکس ته رسولې شويدي ۔
د ډي ايچ کيو ايم ايس وينا ترمخه ژوبل کسانو کښې لس قيديان هم شامل دي ۔
پوليس وئيلي چې چاودنې نه پس د تهانې د مال خانې چهت مکمل تباه شوې، او د ملبې نه لاندې هم بعضې کسان موجود دي، د کوم راويستو لپاره چې کاروائي جاري ده ۔
د چاودنې نه پس د صوابۍ ټولو هسپتالونو کښې هنګامي حالت نافذ کړې شويدې ۔
بلخوا وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور آئي جي او چيف سيکرټري ته هدايات کړي چې د چاودني ځائي ته سمدستي اورسي او د پيښې په اړه تفصيلي رپورټ وړاندي کړي ۔
وزيراعلیٰ ډويژنل او ضلعي انتظاميې ته هم هدايات کړي چې د امدادي هلې ځلې پيل کړي ۔