پيښور: د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه د ډپټي سپيکر ثريا بي بي په مشرۍ کښې شوې، چې پکښې د اسمبلۍ غړو يو ځل بيا په وفاقي حکومت او اسټيبلشمنټ نيوکې کړېدي ۔
ايوان ته د وينا په مهال ايم پي اے اختر خان اووئيل چې زمونږ ادارې خپلواکې نه دي، دا د يو سوچ له مخې شويدي ۔
اخترخان اووئيل پوښتنه کړې چې ډي سي ته هيڅ پته نه وي، فوج ته نۀ وي معلومه، مونږ ته هم هيڅ معلومات نۀ وي، نو آخر ترهه ګر د کوم طرف نه راشي، آيا دوه په هيلي کاپټر کښې راحي او کاروائي کوي ۔
هغه اووئيل چې نن نړۍ چرته رسېدلې ده او مونږ نن هم د امن بحالۍ لپاره چغې اونعرې وهو، مونږ په هيڅ ډول بل نوې آپريشن ته تيار نه يو ، مونږ د دوی د لوبې کولو طریقې څخه خبر یو ۔
د صوبايي اسمبلۍ غړي زياته کړه چې يو جي آئي ټي دې جوړ کړلې شي او پلټنې دې اوشي چې دا معلومه شي چې څوک مجبوره وواو د چا نومونه په دې کښې شامل وو ۔ په دې اړه دې مونږ سره کښېنې په ډاګه کړې چې اووه ويشتمه نيټه باندې بيا سوات د لاسه اوځي ۔
غونډې ته په خپله وینا کښې خصوصې مرستيال همایون خان اووئیل چې په کرم کښې حالات خراب دي، امنیتي چارواکي پرې وار وار جرګې کوي، هلته موجود ډي پي او نه سیمه پېژني، نه په ژبه پوهيږي او نۀ ورسره اختيار شته،، هر څه چې کېږي. په کرم کښې، دا ټول د فوج په دورکښې شوي، هغه څوک چې امن قائمول ئې ذمه واري ده، هغوي دې امن بحال کړې يا دې مونږ له اختيارات راکړي ۔
هغه اووئيل چې له لسو ورځو راهسې قوماندان جرګه کوي او وائي چې سبا راشۍ، صوبائي حکومت دې ۔
د اسمبلۍ غړي انور خان خپل خطاب کښې اووئيل چې په لاهور کښې د علي امين ګنډاپور او درې سوه کسانو په ضد مقدمه د شرم وړ خبره ده، د منتخب وزيراعلیٰ سره کوم سلوک شوې په تاريخ کښې ئې مثال نشته، د قائداعظم تصوير زمونږ نه تپوس کوي چې پاکستان د کومې نعرې باندې جوړ شوې وو آيا نن هغې کښې انصاف،قانون او د آئين حکمراني شته؟
هغه اووئيل چې وفاقي وزير قانون په کولاؤ خُله وئيلي چې په مرکز کښې د پي ډي ايم ټو او فارم اووه څلويښتم حکومت دې او اوس به دوي مونږ سره د قانون خبرې کوي ۔
د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي عجب خان هم خطاب کړې او وئيلي دي چې نن نړې زمونږ په نماشه ده ،ګاونډي هېوادونه مونږ پسې خنداګانې کوي ، د حکومت مخالفې ډلې د حکومت د چلولو په اړه ښې مشورې ورکوي، مونږ شکريه ادا کوؤ، خو په سياست کښې د صبر او استقامت نه کار اخستل وي ۔
دپيپلز پارټۍ پارليماني ليډر احمد کنډي په خپلو خبرو کښې اووئيل کومه قيصه چې مونږ دتيرو دوؤ هفتو راهسې اوريدلِهغه يکطرفه قصه ده،دوي چې څه وائي هغه نيم حقيقت دې، مکمل نۀ دې، نيوکې مۀ کوې، د دې په عدالتونو کښې ناستو کسانو له ملکي آئين سره لوبې کړي ۔
احمد کنډي اووئيل چې د جنرل پاشا په هيله او د جنرال فيض په ملګرتيا دوي حکومت کوي او نيوکې په مونږ کوي،خو نن هم زمونږ جهګړه روانه ده، هېڅ کله مو په دفاعي تنصيباتو باندې بريدونه نه دي کړي ۔
هغه زياته کړۀ چې مونږ د جنرل مشرف آمريت منطقي انجام ته رسولې ، سیاست د تفاهم، روغې جوړې، استدلال او خبرو نوم دې، پنځه کاله په حکومت کښې وو، ټوله ورځ په دې فکر کښې وو چې هر څوک آخر په څه طريقه قيد کړې ، چې څه ئې کرلې وو، نن هغه ريبي، نو بيا ولې ژاړي؟
احمد کنډې دا هم وئيلي چې سياست کښې د ادارو لاس وهنه تقريرونو باندې نه ختميږي، دې د پاره به مونږ سر کښيناستل وي، د طاقت په ذريعه هر کار نۀ کيږي، تاسو او مونږ يو شان مطالبه لرو چې سياست کښې د ادارو مداخلت نۀ دې پکار، څوارلس کالو راهسې د دوي حکومت دې او نن هم صوبه کښې پنځه پنځوس ماشومان د سکولونو نه بهر دي ۔
وروستو د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړې ثوبيه شاهد د کورم د کميدو اشاره اوکړه چې په دې ډپټي سپيکرې د اسمبلۍ غونډه د ګل په ورځې پورې ځنډولې ده ۔