سنچورين کښې لوبيدلې اولني ټيسټ ميچ کښې جنوبي افريقې د پاکستان يو سل اته څلويښت رنز هدف اته وکټو په زيان پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې ۔
د قامي ټيم بالورانو بهترين باولنګ کړې وو او د کوربه ټيم اته لوبغاړي ئې نهه نوي رنز باندې آؤټ کړي، ولې جانسن او رباده په نهمه وکټ ميچ قابو کړې وو او ګټه کښې ئې لوئې کردار لوبولې وو ۔
جنوبي افريقې طرف نه کپتان باوومه څلويښت، ايډن مارکرم اووه ديرش او رباده ناټ آؤټ قيمتي يو ديرش رنز جوړ کړي وو، پاکستان طرف نه محمد عباس شاندار باولنګ کړې او شپږ وکټې ئې په خپل نوم کړې وې، خرم شهزاد او نسيم شاه يو ،يو وکټ اخستې وه ۔
اولنې ټيسټ ميچ ګټلو سره جنوبي افريقې د دوه ميچونو سيريز کښې د يو صفر برتري هم ترلاسه کړې ده ۔
اولني اننګز کښې اووه اتيا او دوئم اننګز کښې اووه ديرش رنز جوړولو باندې د جنوبي افريقه ايډن مارکرم د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
پاکستان خپل اولني اننګز کښې دوه سوه، يوولس، او دوئم اننګز کښې دوه سوه اووه ديرش رنز جوړ کړي وو ۔
جنوبي افريقې په وړومبي اننګز کښې درې سوه يو رنز جوړ کړې وو ، او دوئم اننګز کښې ئې د پاکستان مقرره هدف پورا کولو سره ميچ ګټلې دې، دواړو ټيمونو ترمينځ دوئم او آخري ټيسټ ميچ به په دريمه جنورې کيپ تاؤن کښې لوبيږي ۔