د شمالي وزیرستان میرعلي تحصیل په موسکي سیمه کې نامعلومه وسله والو پنجاب سره تعلق لرونکي شپږ نایان وژلي دي۔
سرکاري ذرایع نه خېبر نيوز ته ترلاسه شوی معلوماتو مطابق تیره شپه نامعلومو وسله والو د میرعلي بازار څخه شپږ نایان تښتولی وو د کومو مړي چې سحر وختي د موسکي کلي نه ترلاسه شوی دي. سرکاري ذرایع زیاتوي چې د وژلی شوي کسانو تعلق پنجاب سره دی او په ميرعلي بازار کې یې د هیئر ډریسر دکانونه وو. پولیس وایی چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي. تراوسه هیچ يوې ډلې د پېښې ذمه واري نه ده قبوله کړې.