د خېبرپښتونخوا ضلع کرمه کښې د امن و امان بحالۍ لپاره جاري مذاکراتو کښې اهم وړانديز شوې او فريقينو شخړه ختمولو باندې اتفاق کړې ،ولې دستخط پرې لا نۀ دې شوې ۔
کرمه کښې درنه وسله حکومت ته ورکولو په معامله د يو فريق تحفظات مخې ته راغلي او وئيلي دي چې وسله د ټولو فريقينو نه يو شان جمع کول ضروري دي ۔
د کوهاټ جرګے اراکينو مطابق باقي ټولو نکاتو باندې فريقين يو صلاح شويدي ،بلخوا انتظاميې په ډاګه کړې چې تر څو د لوظنامې ټول نکات مخې ته نۀ وي راغلي، نو دې لړ کښې په ميډيا خواره شوي ټول خبرونه بے بنياده دي ۔
جرګه کښې شامل د اهلسنت و الجماعت اراکينو وئيلي چې مونږ د اپيکس کميټۍ کښې شوې ټولې فيصلو مکمل حمايت کوؤ ۔
ذرائعو ترمخه جرګه کښې شامل ټولو اراکينو لوظنامې باندې په شريکه اتفاق کړې ولې ټولو پرې لاس ليک نۀ دې کړې ، د يو فريق بعضي اراکين لخوا پرې نن د دستخط کولو امکان دې ۔
ذرائعو دا هم وئيلي چې ټول فريقين د اتفاق نه پس اوس په حتمي لوظنامه لاس ليک اوکړې نو بيا به انتظاميه حتمي فيصؒه کوي او دې لړ کښې به اعلاميه هم جاري کولې شي ۔