د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد رهائش ګاه لال حويلي سيل کړے شوي ۔ لال حويلي د سيل کولو په وخت ايف ائي اے ، اينټي کرپشن او پوليس اهکار موجود وو ۔ ډپټي ايډمنسټريټر متروکه وقف املاک وائي چي شيخ رشيد او د هغه رور په پراپرټي غير قانوني توګه قابض وو بلخوا د شيخ رشيد وراره شيخ راشد شفيق لاهور هائيکورټ سره د رجوع کولو اعلان کړے۔
د پوليسو لوئي نفري ، ايف آئي اے او اينټي کرپشن اهلکارو په موجودګي کښي د شيخ رشيد رهائش ګاه لال حويلي سيل کړے شوي ۔ ډپټي ايډمنسټريټر متروکه وقف املاک وائي چي شيخ رشيد او د هغه رور د وقف املاک په جائيداد غير قانوني توګه قبضه کړي ، هغوي سره د لال حويلي د ملکيت په حقله مصدقه دستاويزات هم نيشته ۔
بلخوا د شيخ رشيد وراره شيخ راشد شفيق لاهور هائيکورټ سره د رجوع کولو اعلان کړے ، هغه زياته کړي چي ډپټي کميشنر سره ټول ريکارډ موجود دے ، عدالت کښي کيس روان دے او چيف جسټس دي نوټس واخلي۔