اسلام آباد: تحريک انصاف سخت مالياتي بحران سره مخ شوې، په فوري توګه ئې فنډ ريزنګ مهم شروع کړې،پارټۍ د اسمبلې اراکينو او ټکټ هولډرز نه سالانه دوه لکه څلويښت زره روپې فنډز غوښتې دې ۔
دې سلسله کښې ئي مراسله هم جاري کړې، مراسله کښې وئيلي شوي چې پارټي د تاريخ مشکل مالياتي بحران سره تيريږي،اراکين باندې غږ شوې چې دې دوه قسطونو کښې فنډ جمع کړي ۔
مراسله د پي ټي آئي چيئرمين بيرسټر ګوهر،سيکريټري جنرل سلمان اکرام راجه،ايډيشنل سيکرټري جنرل فردوس شميم نقوي لطرفه ليږلې شوېده ۔
مراسله کښې وئيلي شويدي چې پارټې دې وخت د تاريخ مشکل مالياتي بحران سره مخ ده، اسمبلې اراکين او ټکټ هورلډرز دوه قسطونو کښې فنډز جمع کړې ۔
تحريک انصاف وئيلي دي چې د باني پي ټي آئي اجازت وروستو فنډز طلب کولو په حواله مراسله جاري کړې شوېده ۔