د خېبرپښتونخوا او پنجاب مختلفو علاقو،اسلام آباد کښې د زلزلې سختې جهټکې محسوس شويدي ۔
د زلزلې مرکز له مخې د زلزلې شدت په ريکټر سکيل باندې 5.7 ريکارډ شوى او د زمکې ژورتيا 10 کلوميټره وه ، مرکز ئې د ډيره غازي خان په شاديوال سيمه وه ۔
د خېبرپښتونخوا په پېښور، شمالي وزيرستان، ډي آئي خان، لکې مروت، سوات، شانګله، بونير، لوئر دير، ملاکنډ، ټانک او چترال کښې هم د زلزلې جهټکې محسوس شويدي ۔
پنجاب کښې سر ښار لاهور، ملتان، فیصل آباد، میانوالي، بهکر، کمالیه، خانیوال، بهلوال، چنیوټ، حافظ آباد، ټوبه ټیک سنګ، ګجرات، سرګودها او جهنګ کښې هم د زلزلې جهټکې محسوس شوي دي ۔
د دې نه علاوه ساهيوال، چيچه وطني، بورې والا، پهول نګر، حجره شاه مقيم، شاه کوټ، سانګله هيل، تله ګنګ او چکوال کښې هم د زلزلې جهټکې محسوس شويدي ۔
د زلزلې د شدت له امله د خېبر پښتونخوا، اسلام آباد او د پنجاب په مختلفو ښارونو کښې خلق د خپلو کورونو او دفترونو څخه بهر راووتي او د کلمه طيبه ئې وئيله ۔
دې نه علاوه د معلوماتو له مخې د زلزلې جهټکې دبهارت په پلازمینه نوې دهلي، اترپردیش، هریانه، بهارتي پنجاب او مقبوضه کشمیر کښې کښې هم محسوس شويدي ۔