آئي ايس پي آر له لورې جاري شوې بيان ترمخه اولنې کاروائي د شمالي وزيرستان په پاک افغان پوله هاغه مهال شوې چې کله د افغانستان نه د ترهه ګرو يوې ډلې پاکستان کښې داخليدو هڅه کوله ۔سيکيورټي فورسز د ترهه ګرو دغه کوشش ناکامه کړې، او دې دوران د فورسز او شرخوښو ترمينځ د ډزو بدلون هم شويدې
آئي ايس پي آر وئيلي چې دې دوران ډزو په بدلون کښې دوه ترهه ګر وژلي شوي او دوه ژوبل شويدي ۔
آئي ايس پي آر ترمخه سيکيورټي فورسز دوئمه کاروائي د شمالي وزيرستان سپين وام علاقه کښې د ترهه ګرو موجود ګي په خفيه اطلاع کړې، او دې دوران هم ترهه ګرو سره د سختو ډزو په بدلون کښې دوه ترهه ګر وژلي شويدي ۔
آئي ايس پي آر زياتوي چې په علاقه کښې د نورو ترهه ګرو ممکنه موجودګې لوجې کليئرنس آپريشن روان دي، سيکيورټي فورسز د ملک سرحدونو حفاظت او ترهه ګرې ختمے لپاره پرعزم دي ۔