سيکيورټي فورسز ډيره اسماعيل خان او ميرانشاه کښې کارروائيانې کړې، آئي ايس پي آر وائي چې آپريشن دوران دوه ترهه ګر وژلي شوي،او دولقي نه ئي په لوئي تعداد کښې وسله او ګوله بارود برآمد شوي، وژل شوي ترهګر سيکيورټي فورسز او پوليس چيک پوسټ باندې حملو کښې ککړ وو.
آئي ايس پي آر ترمخه سيکيورټي فورسز خېبر پختونخوا کښې دوه مختلف کارروائيانې کړيدي، اولنې کارروائي د ډي آئي خان کلاچي سيمه کښې په خفيه اطلاع کړې ، دې دوران د ډزو په بدلون کښې اکرم نومي ترهګر وژل
شوېدې،
آئي ايس پي آر وائي چې دويمه کارروائي د شمالي وزيرستان ميرانشاه کښې شوېده، دغه کارروائي کښې يو ترهګر وژل شوېدې، د کوم ولکه نه چې وسله او ګوله بارود برآمد شويدي
وژل شوي ترهګر سيکيورټي فورسز او پوليس چيک پوسټ باندې حملو کښې ککړ وو