سرچينو وئيلي چې د ډيره اسماعيل خان په کلاچي سيمه کښې امنيتي ځواکونو عمليات کړي دي ۔
دسرچينو ترمخه امنيتي ځواکونو دترهه ګرو په ضد عمليات دخفيه معلوماتو په اطلاع کړېدي ۔
سرچينو زياته کړې چې د عملياتو پر مهال د امنيتي ځواکونو او ترهه ګرو ترمينځ نښته شوېده ۔
د ډزو په تبادله کښې دوه ترهه ګر وژلي شوي دي ۔
د وژلي شوي ترهه ګرو د قبضي نه وسله هم ترلاسه شوې ده ۔
دسرچينو له مخې په وژلي شوي ترهه ګرو کښې د يو ترهه ګر شناخت عرفان په نوم شوې، اود کيړي ملنګ سيمې اوسيدونکې وو ۔