آئي ايس پي آر طرف نه جاري بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز د خېبرپښتونخوا درې مختلفو علاقو کښې کاروائيانې کړي چې پکښې يوولس ترهه ګر وژلي شويدي ۔
سيکيورټي فورسز په خفيه اطلاع اولنې کاروائي ټانک کښې کړې، چې پکښې اووه ترهه ګر وژلې شويدي ۔
آئي ايس پي آر مطابق دوئمه کاروائي د شمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کښي د ترهه ګرو د موجودګۍ په خفيه اطلاع شوې، دې کاروائۍ کښې دوه ترهه ګر وژلې شويدي ۔
دغه شان دريمه کاروائي مومندو کښې شوې، او دې آپريشن کښې هم دوه ترهه ګر وژلې شويدي ۔
آئي ايس پي آر دا هم وئيلي چې وژلي شوي ترهه ګرو قبضې نه وسله برآمد شوې، او دوي د ترهه ګرۍ مختلفو کاروائيانو کښې هم ککړ وو ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي چې وژلي شوي ترهه ګرو د قبضې نه درنه وسله هم ترلاسه شوې، او دغه ترهه ګر سيکيورټي فورسز او د عام وګړو خلاف مختلفو کاروائيانو کښې ککړ وو ۔