دپاک فوج د تعلقات عامه شعبي آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان ترمخه د سيکورټي فورسز لخوا د ضلع خېبر وادي تيراه کښې په لويه پيمانه کاروائياني جاري دي ۔
آئي ايس پي آر مطابق دا آپريشن سيمه کښې د ترهه ګرودموجودګۍ په اړه د انټليجنس معلوماتو په بنياد کيږي ۔
بيان زياتوي چې سيکيورټي فورسز د اته ويشتم نه تر نهه ويشتم اګست پوري د ترهه ګرو ټهکانې په موثره طريقه په نښه کړي
آئي ايس پي آر مطابق سيکورټي فورسز سره د ډزو شديد تبادله کښې دولس ترهه ګر وژلي شوي او څوارلس نور ژوبل شويدي ۔
آئي ايس پي آر دا هم وئيلي چې کاروائيانو سره ترهه ګرو او د دوي نورو تنظيمونو ته لويه دهچکا رسيدلې ده ۔
د آئي ايس پي آر بيان کښې مخکښې وئيلي شوي چې تر اوسه دې کاروائيانو کښې اووه ديرش ترهه ګر وژلي شوي او څوارلس ژوبل شويدي ۔